په نوي ډیلي کې د افغانستان شارژدافیر نوراحمد نور ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي باور، اقتصادي همکاریو او دوامدار تعامل پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
نوموړي د اسد ۲۴مې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، د کابل او نوي ډیلي اړیکې په وروستیو کلونو کې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د پام وړ پراخې شوې دي.
نوراحمد نور د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګي میراث ته په اشارې ویلي، د افغان پوهانو، شاعرانو او صوفيانو اغېز لا هم د ډیلي او لاهور په څېر ښارونو کې څرګند دی. هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نوي پړاو د پیل په توګه یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو پراختیا د ګډو ګټو لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کولی
په نوي ډیلي کې د افغانستان شارژدافیر نوراحمد نور
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس