د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، ا.ا د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا د نیمګړو برخو د بشپړولو ترڅنګ، د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هم په محدودو امکاناتو مهمې پروژې او چارې پیل کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو اقداماتو اغېزې به د هېواد اوسني او راتلونکي نسلونه وویني.
نوموړي زیاته کړې، ا.ا هڅه کوي د افغانستان سرحدونه د اقتصادي همکاریو او ستراتیژیکو مشارکتونو د نښلېدو پر مهمو نقطو بدل کړي او دغه چاره یې له اساسي اقتصادي لومړیتوبونو څخه ده.
برادر د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان د نښلېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د سیمهییزو همکاریو، ټرانزیټي لارو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له امله افغانستان د سیمې پر مهم سوداګریز او ټرانزیټي مرکز د بدلېدو په لور روان دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس