بریتانیایی رسنيو د یوه پخواني بریتانوي سرتېري او یوه پخواني بریتانوي خبریال له قوله راپور ورکړی، چې بریتانوي ځواکونو د افغانستان د مأموریت پر مهال بېګناه افغانان وژلي او له بندیانو سره یې هم ناسم چلند کړی دی.
دواړو کسانو د «افغانستان د څېړنې کمېسیون» ته په خپلو محرمو شهادتونو کې ویلي، چې د دغو پېښو د ناوخته افشا کولو له امله پښېمانه دي.د شهادتونو له مخې، ځینو بریتانوي سرتېرو د ساتېرۍ لپاره افغان بندیان له باروړونکو موټرو څخه ځمکې ته غورځول. همدارنګه، کریسټوفر ګرین، چې د دغو شاهدانو له ډلې دی، ویلي بریتانوي ځواکونو په یوه کلي کې درې کروندګر وروڼه ووژل او وروسته یې د هغوی کورنۍ ته څه باندې درې زره او ۶۰۰ پونډه تاوان ورکړ.
د افغانستان د څېړنې کمېسیون اوس هغه ادعاوې څېړي چې له مخې یې ویل کېږي، بریتانوي ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې پر مهال احتمالي جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس