Home » افغانستان » افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ماموریت په اړه نوي جزئیات افشا شوي
بریتانیا

افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ماموریت په اړه نوي جزئیات افشا شوي

بریتانیایی رسنيو د یوه پخواني بریتانوي سرتېري او یوه پخواني بریتانوي خبریال له قوله راپور ورکړی، چې بریتانوي ځواکونو د افغانستان د مأموریت پر مهال بې‌ګناه افغانان وژلي او له بندیانو سره یې هم ناسم چلند کړی دی.

دواړو کسانو د «افغانستان د څېړنې کمېسیون» ته په خپلو محرمو شهادتونو کې ویلي، چې د دغو پېښو د ناوخته افشا کولو له امله پښېمانه دي.د شهادتونو له مخې، ځینو بریتانوي سرتېرو د ساتېرۍ لپاره افغان بندیان له باروړونکو موټرو څخه ځمکې ته غورځول. همدارنګه، کریسټوفر ګرین، چې د دغو شاهدانو له ډلې دی، ویلي بریتانوي ځواکونو په یوه کلي کې درې کروندګر وروڼه ووژل او وروسته یې د هغوی کورنۍ ته څه باندې درې زره او ۶۰۰ پونډه تاوان ورکړ.

د افغانستان د څېړنې کمېسیون اوس هغه ادعاوې څېړي چې له مخې یې ویل کېږي، بریتانوي ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې پر مهال احتمالي جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وشوې

په قطر کې د ا.ا ...