Home » سیمه او نړی » اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې
مذاکرات

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال جي ډي ونس په اسلام‌اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې امريکا او ايران له شاوخوا ۲۱ ساعتونو اوږدو خبرو وروسته هم کومې هوکړې ته ونه رسېدل. هغه دا حالت د دواړو هېوادونو لپاره ناخوښ پرمختګ وباله او ويې ويل چې “خبرې بې پايلې پای ته ورسېدې”.

د نوموړي په وينا، امريکايي پلاوي خپل دريځ په بشپړ ډول روښانه کړی و او ټينګار يې کړی، چې امريکا نه غواړي ايران اټومي وسله ولري. هغه زياته کړه چې دا مسئله د امريکا لپاره سره کرښه ده، خو د ايران پلاوي دغه شرطونه ونه منل او پر مهمو مسايلو اختلاف پاتې شو.

د معلوماتو پر بنسټ که څه هم د دواړو خواو ترمنځ په رسمي ډول خبرې پای ته رسېدلې، خو ترمنځ يې د ډيپلوماټيکو هڅو دروازې لا ندي تړل شوې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټاکل شوی چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات نن ماښام پيل شي

د تسنیم خبري اژانس راپور ...