د امريکا د ولسمشر مرستيال جي ډي ونس په اسلاماباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې امريکا او ايران له شاوخوا ۲۱ ساعتونو اوږدو خبرو وروسته هم کومې هوکړې ته ونه رسېدل. هغه دا حالت د دواړو هېوادونو لپاره ناخوښ پرمختګ وباله او ويې ويل چې “خبرې بې پايلې پای ته ورسېدې”.
د نوموړي په وينا، امريکايي پلاوي خپل دريځ په بشپړ ډول روښانه کړی و او ټينګار يې کړی، چې امريکا نه غواړي ايران اټومي وسله ولري. هغه زياته کړه چې دا مسئله د امريکا لپاره سره کرښه ده، خو د ايران پلاوي دغه شرطونه ونه منل او پر مهمو مسايلو اختلاف پاتې شو.
د معلوماتو پر بنسټ که څه هم د دواړو خواو ترمنځ په رسمي ډول خبرې پای ته رسېدلې، خو ترمنځ يې د ډيپلوماټيکو هڅو دروازې لا ندي تړل شوې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس