د اکتوبر ۵مه هر کال په ټوله نړۍ کې د ښوونکو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ د ښوونکو د مهم رول، حقونو، مسلکي ارزښت او د هغوی د کاري شرایطو د ښه والي لپاره د ملاتړ او پاملرنې په موخه نمانځل کېږي.
يونسکو د ۲۰۲۶ کال د ښوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې ډیجیټلي ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، اقلیمي بدلون، کډوالي او بېځایه کېدل د ښوونکو پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کوي. له همدې امله د ښوونکو ملاتړ، مسلکي روزنه او د هغوی د کاري شرایطو ښه کول ډېر مهم بلل شوي دي.
یونسکو همداراز وايي چې نړۍ لا هم د شاوخوا ۴۴ میلیونو ښوونکو له کمښت سره مخ ده. د دې ستونزې د حل لپاره د ښوونکو د معاشونو، کاري شرایطو، مسلکي ودې او ملاتړ پیاوړتیا اړینه ده، څو ښوونکي وکولای شي د راتلونکو نسلونو په روزنه او د باکیفیته زدهکړو په برابرولو کې خپل مهم رول په ښه توګه ترسره کړي.
د ښوونکي نړیواله ورځ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس