Home » سپورټ » په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې
کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون په کابل کې د سوک وهنې ۲۳م پړاو سيالۍ پای ته ورسولې.

د فدراسيون په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سياليو د کابل له ۸۵ کلپونو څخه ۳۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

فدراسيون وايي، له يادو سياليو څخه غوره لوبغاړي په نښه کړي او د ملي لوبډلې په جوړښت کې به ور اضافه کړي.

د دغو سياليو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسيون رييس قدير سلطاني، د ياد فدراسيون مسوولينو، د سوک وهنې ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د ځوانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۲ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۶ ورزشکاران د کابل ولايت د سوک وهنې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ...