Home » سیمه او نړی » په بلوچستان کې وسلوالو د رېل ګاډي پټلۍ الوځولې

په بلوچستان کې وسلوالو د رېل ګاډي پټلۍ الوځولې

د بلوچستان په بولان سیمه کې وسلوالو د رېل ګاډي پټلۍ الوځولې او ګڼ شمېر عسکر يي هم وژلي دي.

راپورونه وايي وسلوالو د بولان په سیمه کې د پاکستاني عسکر پر یوه پوسته برید کړی، ټول عسکر يې وژلي دي او په سیمه کې د رېل ګاډي پټلۍ يې هم په بمونو الوځولې ده.

د معلوماتو پر اساس دغه برید تیره شپه ناوخته د بولان په جمعه ښار سیمه کې شوی دی.

ویل کیږي د پټلۍ تر الوځولو وروسته په سېمه کې بمونه هم ځای پر ځای شوي و، د نورو پاکستاني عسکرو په راتګ سره بمونه چاودېدلي دي.

د یادو بریدونو مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...