Home » اقتصادی » پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد
په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور

پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد

نن، د اګسټ ۳۱مه، له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد.

امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل.
د نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۰مه د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه له کابل ووتله او ورسره د امریکا پوځي ماموریت هم پای ته ورسېد.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د وتلو په وروستیو ورځو کې د کابل له هوايي ډګر څخه له ۱۲۰ زرو ډېر کسان وایستل شول؛ دا د امریکا په مشرۍ د هوايي لېږد له تر ټولو لویو عملیاتو څخه و.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد عالي محکمه: افغان محصلان دې د ویزو موضوع له خپل سفارت سره تعقیب کړي

د اسلام‌اباد عالي محکمې د ...