د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د ازبیکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د پلي کېدو بهیر د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د پروژې پرمختګ، شته ستونزې، د مالي سرچینو برابرول، د تخنیکي اسنادو بشپړول او د درول شویو فعالیتونو د بېرته پیلولو په اړه بحث کړی دی.
ښاغلي همکار ویلي، د سرخان–پلخمري پروژې بشپړېدل کولای شي د افغانستان د برېښنا رسونې ظرفیت لوړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري او د برېښنا سوداګري پراخه کړي.
ویل کېږي، چې د غونډې په پای کې دواړو لورو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د شته خنډونو پر لرې کولو او د پاتې فعالیتونو د چټکتیا او پروژې د بشپړېدو لپاره د یوې مشخصې کاري طرحې پر جوړولو ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس