Home » فرهنګی او ټولنیز » ټايګر ٣؛ د سلمان خان نوی فلم
رویداد خبري آژانس

ټايګر ٣؛ د سلمان خان نوی فلم

سلمان خان اوسمهال د دمې پاليسي ختمه کړې ده او خپل ټول کارونه په چټکۍ سره مخکې وړي. نوموړي د (رادهى: يور موسټ وانټيډ بهايي) فلم د ثبت تر بشپړولو وروسته د مهيش منجريکر فلم (انتم) لپاره ثبت پيل کړى دى او اوس ويل کېږي، چې د دې ثبت له بشپړېدو وروسته به د (ټايګر ٣) فلم ثبت پيل کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دبنګ اداکار به د مهيش منجريکر فلم د فبرورۍ تر پاى پورې ختم کړي، له هغه وروسته به په ممبۍ کې د (ټايګر ٣) فلم ځينې صحنې ثبت کړي او بيا به د کترينه کېف او د فلم ټول ټيم سره منځني ختيځ ته لاړ شي.

(مډ ډى) رسنۍ ته يوې سرچينې ويلي دي، چې سلمان خان فلم جوړونکو ته د مارچ له پيله تاريخونه ورکړي دي، چې د منيش شرما سره به د (ټايګر ٣) فلم ثبت پيل کړي.

د فلم ځينې مهمې صحنې، چې سلمان خان پکې د RAW د جاسوس کردار لوبوي، په ممبۍ کې ثبتېږي، چې له هغه وروسته به ټول ټيم متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او هلته به د فلم د اېکشن صحنې ډکې کړي، خو ويل کېږي چې ښايي ډېرى کار يې په دوبۍ کې وشي.

د يادولو وړ ده چې د دې فلم لړۍ مخکيني فلمونه (ايک تها ټايګر) په ٢٠١٢ کې او (ټايګر زنده هى) په ٢٠١٧ کال کې نندارې ته وړاندې شوي و، چې کبير خان او علي عباس ظفر يې ډايريکټران و. دا دواړه فلمونه په باکس افس ډېر کامياب شوي و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...