Home » افغانستان » پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تر ټولو سخته څپه پیل شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تر ټولو سخته څپه پیل شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو، بندي کولو او جبري ایستلو تر ټولو سخت پړاو پیل شوی دی.
راپورونه ښيي امنیتي ادارو په اسلام‌اباد، کویټه، کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې سلګونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته یا د اسنادو د ارزونې تر نامه لاندې نیول شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، پولیس حتی هغه کډوال هم نیسي چې د کډوالۍ اسناد لري، خو اسناد یې د تصدیق یا تمدید په مرحله کې دي.

ورته مهال، د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اوس وخت لپاره د ویزو د تمدید بهیر بند کړی، زرګونه افغانان چې د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو کې یې د کډوالۍ یا پناه غوښتنې پروسې روانې دي، له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ دي.

دوی نشي کولای خپل اسناد نوي کړي، او د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو یا ایستل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

شریکول:

About Siar Khalid

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هند افغانستان ته د توبرکلوز د مخنيوي لپاره ۱۳ ټنه واکسين او اړوند طبي توکي مرسته کړي

هند افغانستان ته د نري ...