Home » افغانستان » ننګرهار کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې.

ننګرهار کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې.

نن سه شنبه د وږي په ۴ مه ( د اګست ۲۵) جلال آباد ښار کې ملي امنیت د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیوله .

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي ملي امنيت له لوري د جلال اباد ښار اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شوه.

خوګیاڼی وايي په نيول شويو کسانو کې شمشير، سردارخان، قياس خان د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ اوسيدونکي او سراج د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى شامل دي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...