د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن(چهارشنبې،۲۱د لېندۍ)د درې شل اوره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۰۰ د زمبابوې په کوربه توب د دې هیواد په پلازمینه (هراري) کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې دواړه لوبډلې دوه نورې شل اوره سیالۍ د راتلونکې جمعې او بله هغه به د شنبې په ورځ ترسره کړي.
د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې افغانستان او زېمبابوې درې شل اوریزې، درې پنځوس اوره او دوه ټېسټ سیالۍ هم ترسره کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس