د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداری بېځایه بللی او ویلي یې دي چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی.
نوموړي زیاته کړې چې بهرني سیلانیان، خبریالان او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي په افغانستان کې له کومې ستونزې پرته تګ راتګ او خپل فعالیتونه ترسره کوي.
په روان کال کې امریکا، اسټرالیا، جرمني، کاناډا او بریتانیا د امنیتي ګواښونو، تښتول کېدو او نیول کېدو د احتمالي خطرونو له امله خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی دی.
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس