Home » افغانستان » مجاهد: افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ دی، د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداری بې‌ځایه دی
مجاهد

مجاهد: افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ دی، د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداری بې‌ځایه دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداری بې‌ځایه بللی او ویلي یې دي چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی.

نوموړي زیاته کړې چې بهرني سیلانیان، خبریالان او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي په افغانستان کې له کومې ستونزې پرته تګ راتګ او خپل فعالیتونه ترسره کوي.

په روان کال کې امریکا، اسټرالیا، جرمني، کاناډا او بریتانیا د امنیتي ګواښونو، تښتول کېدو او نیول کېدو د احتمالي خطرونو له امله خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی دی.

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هوسۍ اندړ: د عایشې وهاب مخکښوالی د افغان ښځو لپاره د ویاړ شېبه ده

جرمني کې د فرانکفورت ښار ...