د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دایکندي د والي دفتر خبر خپور کړی چې طالبانو په یوه برید کې ۸ تنه ملکیان او ۱ تن ولسي پاڅون کونکی وژلی دی.
د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ کې د برید پرمهال دا کسان وژلي دي.
د دایکندي مرستیال والي محمد علي شهرستاني دغه پیښه تاییدوي او وايي چې طالبانو دغه برید پاتوې په ولسوالۍ کې کړي چې د یوه پاڅون کوونکي په ګډون ۹ تنه یې وژلي دي.
محمد علي شهرستاني زیاتوي په یاد برید کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس