Home » فرهنګی او ټولنیز » زابل کې د ۱۰ ښوونځیو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
رویداد خبري آژانس

زابل کې د ۱۰ ښوونځیو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د زابل ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۰ ښوونځيو نوې ودانۍ ګتې اخېستنې ته وسپارل شوې.

دغه وزارت پرون شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د یادو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسې ډول د ولسې تړون اقرأ پروژې له لوري د ۴۸ میلیونو افغانیو په لګښت د شاجوي، ارغنداب، شینکۍ، میزانه او شهر صفا په ولسوالیو کې جوړې شوي دي.

یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، چې دغه ښوونځي ۷۰ درسې خونې او نورې اړېنې ښوونیزې آسانتیاوې لري،او همدارنګه یادې سیمو ۳۷۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...