د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک کاري موده د ۱۴۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د څلورو نورو کلونو لپاره وغځوله. په دې رایه اچونه کې ۱۰ هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۳ نورو بېطرفه رایه ورکړه. دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د وړاندیز پر بنسټ وشوه.
ولکر ترک، چې اوسنۍ کاري موده یې د روان کال په اکتوبر کې پای ته رسېږي، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې به خپله دویمه څلورکلنه کاري دوره پیل کړي. نوموړي په تېرو کلونو کې د اوکراین، غزې، افغانستان او نورو هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرلهپسې څرګندونې کړې او د حقونو د سرغړونو د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
سره له دې چې د ولکر ترک دکاري مودې غځولو له پرېکړې سره روسیې، امریکا او اسراییلو مخالفت کړی و، خو د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په اکثریت رایو تصویب شوه. روسیې غوښتل چې د هغه ماموریت یوازې د ۲۰۲۶ کال تر پایه وغځول شي، خو د دې وړاندیز ملاتړ ونه شو او په پای کې د څلورو نورو کلونو لپاره د هغه د ماموریت غځول ومنل شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس