Home » سیمه او نړی » د ولکر ترک کاري موده د څلورو نورو کلونو لپاره وغځول شوه
ولکر ترک

د ولکر ترک کاري موده د څلورو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک کاري موده د ۱۴۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د څلورو نورو کلونو لپاره وغځوله. په دې رایه اچونه کې ۱۰ هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۳ نورو بې‌طرفه رایه ورکړه. دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د وړاندیز پر بنسټ وشوه.

ولکر ترک، چې اوسنۍ کاري موده یې د روان کال په اکتوبر کې پای ته رسېږي، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې به خپله دویمه څلورکلنه کاري دوره پیل کړي. نوموړي په تېرو کلونو کې د اوکراین، غزې، افغانستان او نورو هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرله‌پسې څرګندونې کړې او د حقونو د سرغړونو د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

سره له دې چې د ولکر ترک د‌کاري مودې غځولو له پرېکړې سره روسیې، امریکا او اسراییلو مخالفت کړی و، خو د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په اکثریت رایو تصویب شوه. روسیې غوښتل چې د هغه ماموریت یوازې د ۲۰۲۶ کال تر پایه وغځول شي، خو د دې وړاندیز ملاتړ ونه شو او په پای کې د څلورو نورو کلونو لپاره د هغه د ماموریت غځول ومنل شول.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زهران ممداني: نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ...