Home » افغانستان » د نورستان د پارون د سېلابونو تازه جزییات؛ ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ کسان لا هم ورک دي
نورستان

د نورستان د پارون د سېلابونو تازه جزییات؛ ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ کسان لا هم ورک دي

د نورستان ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز پارون ښار د ویجاړوونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ نور کسان لا هم ورک دي.

د مالوماتو له مخې، دغې طبیعي پېښې خلکو ته شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره مالي زیان اړولی دی.د نورستان والي زین‌العابدین عابد وايي، امنیتي ځواکونه، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې، افغاني سرې میاشتې، د فواید عامې ریاست او د سیمې اوسېدونکي د ورکو کسانو د موندلو او د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ځايي چارواکو له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د پارون له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ژر اقدام وکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان، ایران او تاجکستان د درې‌اړخیز ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه

د ترانسپورټ او هوايي چلند ...