د نورستان ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز پارون ښار د ویجاړوونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ نور کسان لا هم ورک دي.
د مالوماتو له مخې، دغې طبیعي پېښې خلکو ته شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره مالي زیان اړولی دی.د نورستان والي زینالعابدین عابد وايي، امنیتي ځواکونه، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې، افغاني سرې میاشتې، د فواید عامې ریاست او د سیمې اوسېدونکي د ورکو کسانو د موندلو او د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ځايي چارواکو له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د پارون له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ژر اقدام وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس