د جرمني د عامه خپرونو ادارې د راپور له مخې، د جرمني فدرالي او ایالتي چارواکو په همغږۍ په بُن او برلین ښارونو کې لسګونه افغان وګړي دافغانستان قونسلګري ته ورپېژندل شوي، چې موخه يې د يادو کسانو د ایستلو لپاره اړین سفري اسناد او پېژندپاڼې برابرول وو.
د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي چې د بهرنۍ ريښې درلودونکو مجرمانو د اخراج بهیر ګړندی کوي.
دوبرینت د فونکه رسنیزې ډلې ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي: «دا زمونږ په ټولنه کې له سولې سره تړلې یوه حیاتي مرسته ده. هغه کسان چې زمونږ ټولنې ته تاوتریخوالی او جرم راوړي، نه باید زموږ په هیواد کې پاتې شي. موږ دا ډول مجرمان د خپل محکومیت دورې تر پای ته رسولو وروسته د محبس له دروازو څخه را ټولوو او د بیرته ستنولو توقیف ځایونو ته یې استوو او هغوی د سوریې او افغانستان په شان هیوادونو ته بیرته ستنوو.»
د المان کورنيو چارو وزارت همداراز ويلي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۲۵ افغانان افغانستان ته لېږدول شوي، په وينا يې دغه کسان د قتل، جنسي تېري، سختو بریدونو او د نشهيي توکو اړوند جرمونو په تور محکوم شوي وو.
بلخوا، د جرمني شين ګوند پر دغې تګلارې نیوکه کړې ده. د پارلمان غړي ایمریش ویلي، چې د جرمني حکومت د ا.ا لپاره د اړیکو دروازه پرانیزي او د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له پامه غورځوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس