Home » سیمه او نړی » د امریکا سنا پر یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالره بودیجې په اړه بحثونه پيل کړي
رویداد خبري آژانس
د امریکا سنا جرګه

د امریکا سنا پر یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالره بودیجې په اړه بحثونه پيل کړي

د امریکا سنا جرګې د کرونا ویروس پرمهال خلګو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف د ۱۹۰۰ میلیارد ډالرو یا یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالرو بودیجې په اړه بحثونه پیل کړي دي.

د دې بودیجې طرحه د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندې شوې.

ښايي د دې پیسو د مصرف په اړه بحثونه ډېر وخت ونیسي وي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې په امریکا کې له کرونا ویروس سره ښه مبارزه او زیانمن شوي اقتصاد سره مرسته وشي.

د دغه پروګرام له لارې هر امریکايي ته د ۱۴۰۰ ډالرو ورکړې وړاندیز شوی دی.

د کرونا د واکسین پیسې، ټېسټونه، دولتي ادارو او محلي حکومتونو سره مرسته، ښوونځیو او هوایي شرکتونو سره مرسته، کم عایده او ګڼ ماشومو کورنیو سره د ټکس په برخه کې د اسانتیا راوړل او په روغتیايي بیمه کې سبسیډي د دغه پروګرام مهمې برخې یادې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...