د امریکا سنا جرګې د کرونا ویروس پرمهال خلګو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف د ۱۹۰۰ میلیارد ډالرو یا یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالرو بودیجې په اړه بحثونه پیل کړي دي.
د دې بودیجې طرحه د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندې شوې.
ښايي د دې پیسو د مصرف په اړه بحثونه ډېر وخت ونیسي وي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې په امریکا کې له کرونا ویروس سره ښه مبارزه او زیانمن شوي اقتصاد سره مرسته وشي.
د دغه پروګرام له لارې هر امریکايي ته د ۱۴۰۰ ډالرو ورکړې وړاندیز شوی دی.
د کرونا د واکسین پیسې، ټېسټونه، دولتي ادارو او محلي حکومتونو سره مرسته، ښوونځیو او هوایي شرکتونو سره مرسته، کم عایده او ګڼ ماشومو کورنیو سره د ټکس په برخه کې د اسانتیا راوړل او په روغتیايي بیمه کې سبسیډي د دغه پروګرام مهمې برخې یادې شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس