د افغانستان مشهور خبریال او د اطلاعات او فرهنګ پخوانی مرستیال، عبدالحمید مبارز مړ شو.
د ښاغلي مبارز لور نیلاب مبارز نن یکشنبې د وري ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پلار یې په کابل کې مړ شوی دی.
اغلې مبارز ویلي چې د عبدالحمید مبارز د جنازې مراسم به نن غرمه د کابل ښار په «قول اب چکان» سیمه کې ترسره شي.
عبدالحمید مبارز په هېواد کې د ورځپانې لیکلو په برخه کې پېژندل شوې څېره وه او کلونه یې د افغانستان د دولتي ورځپانې انیس مرستیال، د باختر خبري اژانس رییس او د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې د مشر په توګه کار کړی و.
مبارز همداراز د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین هم تېر شوی دی.