د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه برخلیک ټاکوونکې یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن د کابل پر وخت د غرمې ۱۲:۰۰ بجې(شنبه،۱د مرغومی)د زېمبابوې په کوربهتوب په «هرارې» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د یو ورځنیو لوبو په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمې لوبه کې زېمبابوې ته د ۲۲۳ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په خپل کور کې یې نړیوال ریکارډ پرې جوړ کړ.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس