Home » فرهنګی او ټولنیز » د احصایې ملي اداره: په ورځ کې شل زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کېږي
رویداد خبري آژانس
برېښنایي پېژندپاڼې

د احصایې ملي اداره: په ورځ کې شل زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کېږي

 د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، اوس په ورځني ډول شل زره برېښنايي تذکرې وېشي. تر دې وړاندې نوموړې ادارې په ورځ کې د ۸ زره تذکرو د وېش وړتیا لرله.

دغه اداره وايي، که له برېښنايي تذکرو ګټه اخیستنه ډېره شي، ورسره به اداري کارونه چټک، روڼتیا ډېره او د حکومت او خلکو اضافي وخت او زېرمو په لګښت کې کمې راشي.

چارواکي وايې، وروستیو کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو ته د افغانانو لیوالتیا ډېره شوې ده، چې په وینا د خلکو د دغې لیوالتیا ته په کتو یې په ۳۴ ولایتونو کې د برېښنا تذکرو د ویش مرکزونه ډېر کړي دي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویاندې روبینا شهابي بي بي سي ته وویل، تر اوسه څه باندې دوه میلیون برېښنایې تذکرې وېشل شوې دي.

د اغلې شهابي په وینا ”په ورځ کې د شل زره برېښنايي تذکرو د وېش لاملونه دا دي چې په کابل او ولایتونو کې د وېش مرکزونه پام وړ ډېر شوي او کاري ځواک هم د پخوا پرتله ډېر شوی دی. ”

اغلې شهابي زیاته کړه چې د راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال تر وري میاشتې پورې به د برېښنايي تذکرو د وېش اوسنۍ کچه په ورځ کې ۴۰ زرو ته لوړه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...