Home » فرهنګی او ټولنیز » خوست کې د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

خوست کې د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دافغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ په خوست ولایت کې پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،

دغه وزارت وایي د نمونوی لیسه نن پنجشنبه ( د سلواغې ۲۳مه ) د خوست کې د پوهنې سرپرست وزیره میرمن رنګینې حمیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ښاغلې مجیب الرحمن کریمی، د خوست ولایت د پوهنې رییس ښاغلي نصیر احمد روشان، تورن جنرال مهمند کټوازی،د خوست والي ، آمرانو مدیرانو او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د کارمندانو په ګډون سره پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې سرپرست وزیره، د دغه مراسمو په لړ کې د دې ښوونځي د جوړیدو له امله د افغانستان د حکومت څخه مننه وکړه ویې ویل:” دغه ښوونځی د دوه کلونو په اوږدو کې د افغانستان د دولت لخوا د ۲۱۵ ملیونه افغانیو په لګښت د ټولو ملحقاتو سره لکه لیلیه، جومات، د سپورت ډګر، لابراتوار، کتابتون او معیاري کمپیوټر لب سره د زون په کچه د نړیوال معیارونو سره سم جوړ شوۍ او په دغه ځانګړي ښوونځي کې به د څلورو ولایتونو (پکتیا ، پکتیکا ، لوګر او خوست) استعداد لرونکی زده کونکي په زده کړې بوخت وي، دغه ودانۍ ۷۲ درسي خونې لري چې د زرګونو انجونو او هلکانو لپاره د تعلیم زمینه برابروي.”

آغلې حميدي د دغه ولايت د سوداګرو او خلکو نه د پوهنې په برخه کې د ۲۸۴ جريبه ځمکې د مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل: ” معارف د ټولنې بشري او راتلونکي جوړونکې اداره ده او موږ اړتیا لرو چې د اسانتیاوو په برابرولو او د هیواد ماشومانو لپاره د کیفیت لرونکي ښوونې او روزنې په وړاندې کولو کې په ګډه کار وکړو.”

اغلې حميدي زیاته کړه: د پوهنې وزارت مسؤلیت لري ترڅو ماشومانو او ځوانانو ته د روزنې په برخه کې د ورځې د معیارونو سره سم خدمات وړاندې کري، آغلې حمیدي پر ښوونکو هم غږ وکړ چې د افغانستان ماشومانو د تعلیم په برخه کې جدي کار وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...