Home » فرهنګی او ټولنیز » حمدالله محب، د اکاډمیسن سلیمان لایق د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ
رویداد خبري آژانس

حمدالله محب، د اکاډمیسن سلیمان لایق د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا  سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار د سردار محمد داوود خان په روغتون کې لیکوال، شاعر او  سیاسي څیره اکاډمیسن سلیمان لایق د جنازې په مراسمو کې ګډون او د نوموړي روح ته د خوښۍ دعا وکړه.

رویداد خبري آژانس

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي”: ملي امنیت سلاکار د مرحوم لایق د ژوند او خدماتو نه د ستاینې ترڅنګ، د هغه له کورنۍ، دوستانو او خواخوږو سره یې هم غمشریکي وکړه”.

رویداد خبري آژانس

سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې ومړ،چې جنازه یې پرون سهار له  جرمني نه  کابل ته راوړه.چې نن د جنازې لمونځ ادا او وروسته د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال، څېړونکی او سیاستوال و چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...