د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه او دغه راز په غزني کې د ابوریحان البیروني مزار بېرته ورغوي.
د یاد وزارت د خپرونو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق له بي بي سي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، وزارت یې د دواړو ودانیو بیارغاونې پلان لري.
ښاغلی شیوای شرق وايي، د خانقاه تر څنګ د یوه جومات، موزیم او د کلتوري پروګرامونو او سماع لپاره د یوه تالار جوړولو پلان هم شته.
د نوموړي په وینا هغه څه به دې موزیم کې ساتل کېږي، چې په مولانا پورې اړوند دي.
د تاریخونو له مخې دغه خانقاه د مغولو په تاړاکونو کې ورانه شوې وه او تر اوسه یې د بیارغاونې لپاره چا اقدام نه دی کړی.
اته کاله مخکې د بلخ هغه مهال ښاروال غلام رباني بي بي سي ته ویلي و، ”ترکیې حکومت د خانقاه بیا رغاونې لپاره څلور میلیونه ډالر ځانګړي کړي ” خو تر اوسه یې د بیارغاونې عملي چارې نه دي لیدل شوې.
د مولانا د پلار بهاوالدین ولد دغه خانقاه د بلخ له مرکز مزارشریفه ۲۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.
دغه خانقاه له اومو خښتو جوړه شوې، چې د دېوالونو سور یې ۱۱۰ سانتي مترو ته رسېږي او اوس یې ودانۍ ورانه، ویجاړه د کروندو په منځ کې لیدل کېږي.
تېر کال افغان حکومت له بشپړې ویجاړۍ د ودانۍ ژغورلو لپاره پرې اوسپنیز څادرونه غوړولي دي.

د اسلامي میناتوري له لارې حکاکي شي. د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي، ازبکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د دې ودانۍ چارې به بشپړوي، خو په وینا یې له نیمايي وروسته یې چارې پرېښودې او افغان حکومت به یې اوس له سره پیلوي.