د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې اروپايي مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او اوکراین په تړاو مهمې خبرې مطرح کړې دي.
د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې له ایران سره هر ډول لنډمهاله او سطحي هوکړه ښايي د دغه هېواد د اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو د لا پیاوړتیا لامل شي، ځکه دوی باور لري چې وروستۍ هوکړه باید پراخ او پیاوړي تضمینونه ولري.
فرانسې، جرمني او بریتانیا ټینګار کړی چې د ایران په اړه باید یوازې پر لنډمهالو ترتیباتو بسنه ونه شي، بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره دې د اروپايي هېوادونو ونډه هم په راتلونکو مذاکراتو کې خوندي شي. دغه موضوع د فرانسې په ایویان ښار کې د جي۷ غونډې له مهمو بحثونو څخه بلل شوې ده.
بل لور ته، اروپايي مشران هڅه کوي چې ټرمپ د اوکراین په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او پر روسیې د لا زیات فشار ملاتړ وکړي. دوی ټینګار کوي چې د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره باید مسکو جدي مذاکراتو ته اړ شي او له کیف سره د ملاتړ کچه هم لوړه وساتل شي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس