Home » سیمه او نړی » اروپايي مشران د جي۷ غونډه کې پر ایران او اوکراین د ټرمپ د دریځ د بدلون غوښتنه کوي
G7

اروپايي مشران د جي۷ غونډه کې پر ایران او اوکراین د ټرمپ د دریځ د بدلون غوښتنه کوي

د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې اروپايي مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او اوکراین په تړاو مهمې خبرې مطرح کړې دي.

د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې له ایران سره هر ډول لنډمهاله او سطحي هوکړه ښايي د دغه هېواد د اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو د لا پیاوړتیا لامل شي، ځکه دوی باور لري چې وروستۍ هوکړه باید پراخ او پیاوړي تضمینونه ولري.
فرانسې، جرمني او بریتانیا ټینګار کړی چې د ایران په اړه باید یوازې پر لنډمهالو ترتیباتو بسنه ونه شي، بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره دې د اروپايي هېوادونو ونډه هم په راتلونکو مذاکراتو کې خوندي شي. دغه موضوع د فرانسې په ایویان ښار کې د جي۷ غونډې له مهمو بحثونو څخه بلل شوې ده.
بل لور ته، اروپايي مشران هڅه کوي چې ټرمپ د اوکراین په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او پر روسیې د لا زیات فشار ملاتړ وکړي. دوی ټینګار کوي چې د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره باید مسکو جدي مذاکراتو ته اړ شي او له کیف سره د ملاتړ کچه هم لوړه وساتل شي

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...