Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 230)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

هلمند کې درې کسان د نیشه یي تو کو دخرڅلاو په تور نیول شوي

د غه کسان چې هلمند کی د نیشه یي تو کو کار وبار کاودهلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د نیشه یي توکو په وړاڼدې دمبازرې ریاست د کارکونکو لخوا نیول شوي دي د هلمند ولایت د امنیه قومندانی څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چی دغه کسان د ...

Read More »

‏ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کابل ته راغلی

رویداد خبري آژانس

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي.‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې عراقچي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د سولې تر څنګ ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ...

Read More »

آیا پوهیږی چې د نړۍ دروغجن ولسمشر څوک ده؟

یو تازه راپور چې په رسنیو کې خپور شوي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه ده، په دغه راپور کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ چې له کومې ورځې ولسمشرۍ واک په لاس کې اخیستي تر اوسه پورې شل زره کرته دروغ ویلي او تېرایستونکې ژمنې کړي. ولسمشر ټرمپ ...

Read More »

اوس هم په ستره امریکایي نظامي بېړۍ کې اور لګېدنه روانه ده

رویداد خبري آژانس

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د درې ورځو په تېرېدو لا هم په امریکايي نظامي بېړۍ کې اورلګېدنه روانه ده او دودونه ترې پورته کېږي. امریکايي چارواکو همدا راز ویلي چې اورلګېدنه په فعال وضعیت کې ده او تر اوسه هېڅوک هم د بېړۍ منځ ته نه دي ورغلي، بلکې ...

Read More »

طالبانو هلمند کې ۳۰ تنه امنیتي سرتیري خوشې کړي

رویداد خبري آژانس

طالبانو خبر ورکړی چې په هلمند ولایت کې يې د حکومت  ۳۰ تنه سرتیري  له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ” سهیل شاهین ” تېره ورځ په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې هلمند کې د اسلامي امارت له زندان  څخه ...

Read More »

کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال فعالیتونو څخه منع شو

د ورزش د حکمیت محکمې په فوټبال کې له حضوره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم دایمي محرومیت تأیید کړ. دې محکمې پرون وویل، کریم د ښځينه ورزشکارانو پر وړاندې وحشتناکه اقدامات کړي دي. د فوټبال نړیوال فدراسیون اخلاقي کمېټې، فیفا، د تېر کال په جون ...

Read More »

ناټو: افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه‌ده

ناټو وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه چې په ځانګړې توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د حملو په نتيجه کې ده، د منلو وړ نه‌ده. ناټو ائتلاف پرون ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تاوتریخوالی د بې‌ثباتۍ لامل کېږي او ...

Read More »

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو نښتې دواړو خواوو ته تلفات اړولي

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نښتو په درېیمه ورځ دواړو خواوو ته تلفات اووښتي دي. د راپورونو پر اساس، پرون اووه اذربایجاني او څلور ارمنستاني سرتېري ووژل شول. نړیوالې ټولنې د دغو دواړو هېوادونو پر پوله د چټک اوربند غوښتنه کړې ده. د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ...

Read More »