Home » افغانستان » ظاهر قدير امريکا ته سپارل شوی
ظاهر قدير

ظاهر قدير امريکا ته سپارل شوی

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی قومندان او د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، ظاهر قدیر، امریکا ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، نوموړی به د جولای په ۱۰مه د نیویارک د منهټن فدرالي محکمې ته د هیرویینو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو د تورونو په تړاو حاضر کړل شي.
امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې ظاهر قدیر د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق له یوې پراخې شبکې سره تړاو لري او مشري یې کوله.

د خپروشويو مالوماتو پر بنسټ، که پر نوموړي لګېدلي تورونه په محکمه کې رښتيا ثابت شي، نو ښايي له لسو کلونو او يا عمري بند پورې په بند محکوم شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

حنان بلخي د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ

د روغتیا نړيوال سازمان د ...