Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 102)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

کراچۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د يوه ځوان وژنې خلک پارولي

پاکستاني پوليسو د مارچ په ۱۴مه خبر ورکړی و چې د عملياتو په ترڅ کې يې يو کس چې له ترهګرو سره يې اړيکې لرلې وژلی دی. خو له دې يوه ورځ وروسته پوليسو اعلان وکړ چې وژل شوی ځوانان ترهګر نه، بلکې عادي کس و. دې کار په کراچۍ ...

Read More »

مکېنزي: طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش-خراسان جنګياليو شمېر دوه برابره شوی

د امريکا مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکېنزي د داعش خراسان ډلې فعاليتونو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا ډله په افغانستان کې د لويو بريدونو د ترسره کولو وړتيا لري. نوموړي پرون سې‌شنبه د (کب په ۲۵مه) د امريکا کانګرېس غړيو ته په يوه بيان ...

Read More »

“نن په امريکا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي”

د جرمني خبري اژانس په امريکا کې د افغانستان سفارت سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې ممکن نن چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او لاس انجلس او نيويارک کې د افغانستان قونسلګيرۍ وتړل شي. دې اژانس په خپل راپور کې د افغانستان سفارت د ...

Read More »

پخواني ولسمشر کرزي؛ پښتون قومي جرګه د ستونزو هواري لپاره اغېزمن ګام بللی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې له ترسره کېدو هرکلی کړی او دا جرګه يې په افغانستان او سيمه کې د ستونزو د هواري لپاره نېک او اغېزناک ګام بللی دی. نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې نن سې‌شنبه د ...

Read More »

سردار بردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ترکمنستان د ټاکنو کمېسيون نن سې‌شنبه د (کب په ۲۴مه) په دې هېواد کې د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د يادو پايلو پر بنسټ، سردار بردي محمدوف په ټاکنو کې د کارول شوو رايو ۷۲ سلنه خپلې کړې او په توګه د ټاکنو کمېسيون له لوري ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د حنيف پښتين خلاصون په موخه پرلت پيلوي

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان نن سې‌شنبه ماسپښين مهال د (کب په ۲۴مه) د خيبرپښتونخوا په بنو کې له زندان څخه د نوموړي غورځنګ مخکښ غړي حنيف پښتين د خلاصون په موخه پرلت پيل کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د بنو پرلت به ...

Read More »

د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات را ورسېده

په کابل کې د ترکيې سفارت بېګاه دوشنبه د شپې د (کب په ۲۳مه) خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات ته رسېدلې ده. د ترکيې اناطولي اژانس په کابل کې د دغه هېواد د سفارت په حواله ويلي، په دې جوپه کې ۹۹۴ ...

Read More »

بايډن: له روسيې سره د جګړې لپاره کافي وسلو ته د اوکراين لاسرسی به يقيني شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له اوکراين سره د مرستو له لارې هڅه کوي څو دا باوري چې دغه هېواد د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې کولو په موخه کافي وسلې او مهمات لري. نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، امريکا ژمنه ده ...

Read More »

ملګري ملتونه: له اړمنو افغانانو سره کيدونکې مرستې به دوام وکړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مشر فليپوګراندي چې پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) کابل ته د يوه پلاوي په مشرۍ راغلی وايي، له اړمنو افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام ولري. نوموړي ويلي، افغانستان ته يې سفر په دې موخه دی څو په ...

Read More »

محمود صيقل: قطر د افغانستان سولې پروسې له چتر لاندې خپلې موخې تعقيبوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صيقل وايي، قطر له کلونو او په ځانګړې توګه له وروستيو لسو کلونو را په دېخوا د افغانستان سولې پروسې تر چتر لاندې خپلې سيمه‌ييزې او نړيوالې موخې تعقيبوي. نوموړي پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د ...

Read More »