Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 14)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان د روغتیا او پوهنې په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا) سرپرست، تاج‌الدین اویوالي پر اېکس لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د استازولۍ له عمومي رییس، محمد سعید العیاش او د هغه له ټیم سره یې ګټوره لیدنه کړې ده.د هغه په وینا، یونیسف په افغانستان د روغتیا ...

Read More »

د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۸۱ زره تذکرې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې پر اېکس پاڼه ليکلي، چې يادې ادارې د هېواد په کچه د آسان خدمت او د الکترونیکي تذکرو د ۸۷ وېش څانګو له لارې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو (وری، غویی او غبرګولي) کې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته الکترونیکي تذکرې ...

Read More »

اشنګټن او تهران د نوې موافقې لپاره خبرې کوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس،‌سویس ته رسېدلی څو له ایراني چارواکو سره په لوړې کچې خبرو کې ګډون وکړي.دغه مذاکرات د لنډمهالي ۱۴ ماده‌ییز هوکړه‌لیک د یوې دوامدارې سیمه‌ییزې موافقې پر بدلېدو متمرکز دي. د امریکا په پلاوي کې سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر هم شامل دي.د ...

Read More »

د افغانستان زعفرانو لپاره د نړيوالو بازارونو غوښتنه لوړه شوې

د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم وایي، د کیفیت د لوړوالي، معیاري بسته‌بندۍ او د نړۍوالو معیارونو د پلي کېدو له امله د هېواد د زعفرانو صادرات زیات شوي دي. د دغه کنسرسیوم په وینا، افغان زعفران اوس د امریکا، اروپايي هېوادونو، چین او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون بېلابېلو ...

Read More »

د بښنې نړیوال سازمان: د کډوالو حقونه دې د نړیوالو قوانینو له مخې وساتل شي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغان کډوال د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هغوی افغانستان ته جبري ستنول ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د کډوالو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې ...

Read More »

د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ

د 2026 کال د کډوالو نړیواله ورځ “تر هغه چې هر څوک خوندي نه وي” شعار لاندې داسې مهال نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم د جګړو، اقتصادي ستونزو او بې‌ثباتۍ له امله د کډوالۍ ژوند تېروي. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې مودې ...

Read More »

کونړ او بغلان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره کورونه رغول کيږي

ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو ادارې (UN-Habitat) ویلي چې د کونړ او بغلان ولایتونو په شمال ختیځو سیمو کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۸۰۰ استوګنیزو کورونو د ترمیم او ښه‌والي چارې روانې دي.د دغې ادارې په وینا، د کورونو د بیارغونې موخه دا ده چې راستنېدونکې کورنۍ خوندي او ...

Read More »

هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه ...

Read More »

خوشحال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو سیاستونو د پښتونخوا سوداګري زیانمنه کړې

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلام‌اباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره ...

Read More »

د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سه‌شنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی ...

Read More »