Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 16)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

د امریکا محکمې د ۳۹ هېوادونو پر وګړو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړل

د امریکا د روډ آیلنډ ایالت فدرالي قاضي جان مک‌کانل د ټرمپ ادارې هغه پالیسۍ غیرقانوني بللې دي، چې د ۳۹ هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې، د کار جواز، شین کارت او تابعیت دوسیې یې ځنډولې وې. مک‌کانل د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) د وروستو پرېکړو ...

Read More »

د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او مالوماتو عمومي ادارې د مالوماتو پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. همداراز ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده ...

Read More »

ملګري ملتونه: د مرستو کمښت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د تمویل کموالی ورځ تر بلې زیاتېږي او د میلیونونو اړمنو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی. د اوچا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د بشري ...

Read More »

اسلام‌اباد: د وسله‌والو بریدونو زیاتوالي جدي اندېښنې پارولې

پاکستاني رسنيو د ياد هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوت د راپور له قوله ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال مې میاشت راهيسې دغه هېواد کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی. راپور کې راغلي چې يوازې مې میاشت کې ۱۲۸ وسله وال بريدونه ثبت شوي دي چې د پخوا په ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي برېدونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په اسلام‌اباد کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې جدي بشري پایلې لري او د بې‌ثباتۍ او افراطیت خطر زیاتوي. ...

Read More »

ملګرو ملتونو د کډوالو پر لاره رامنځته شوې مرګونې پېښې ته خواشيني څرګنده کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راستنېدونکو کډوالو پر لاره د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي ...

Read More »

ضمير کابلوف: روسيې د افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګري استازي ضمير کابلوف، په يوې مرکې کې ويلي، چې مسکو د افغانستان لپاره د بشري مرستو د برابرولو اړینه اجازه ترلاسه کړې، په دې مرسته کې غنم، درمل، طبي تجهیزات او لوژستیکي مرستې شاملېدای شي او په خبره يې دا مرستې به یوازې د ...

Read More »

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، د دغه سفر ...

Read More »

ایران او امريکا د احتمالي هوکړې پر سر په اختلاف کې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران سره د سولې د تفاهم یادښت «تر ډېره حده وروستی شوی» او کولی شي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې مذاکرات وروستي ...

Read More »

د کډوالو پر ضد دټرمپ حکومت جنجالي اقدام؛ ایا د ګرین‌کارټ غوښتونکي باید امریکا پرېږدي؟

د امریکا د حکومت د نوې لارښوونې له مخې، هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او غواړي دایمي اقامت یا «ګرین‌کارټ» ترلاسه کړي، باید خپل اصلي هېواد ته بېرته ولاړ شي او هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ ویزې پروسه بشپړه کړي. ...

Read More »