د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې پر سياسي مخالفانو او د امريکا پر حکومت نوي تورونه پوري کړې او ويلي يې دي چې د ده پر وړاندې يې منظمه دسيسه عملي کړه. نوموړي ويلي، د پاکستان مسليم ليګن ...
Read More »د نايجېريا د دتېلو په يوه چاڼخونه کې چاودنې لږ تر لږه سل کسان وژلي
د نايجېريا چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ريور او اېمو ايالتونو ترمنځ پر پوله د تېلو په يوه چاڼخونه کې، د اور لګېدنې له امله چاودنه شوې او په خبره يې د مالي زيان ترڅنګ يې خلکو او د چاڼ خونې کارکوونکو ته ځاني زيان هم اړولی ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د پاکستان ۳ پوځيان وژل شوي
د پاکستان پوځ نن شنبه د (غويي په ۳مه) خبر ورکړی، چې په شمالي وزيرستان کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه يې په يوه غلچکي بريد کې ۳ تنه پوځيان وژل شوي دي. د پوځ له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پېښه د شمالي وزيرستان اړوند ...
Read More »حسن اخند؛ واک ته د شهباز شريف په رسيدو سره د اړيکو پراختيا ته هيله ښودلې
په پاکستان کې له سياسي بدلون وروسته د افغانستان سرپرست حکومت په لومړي ځل غبرګون څرګند کړی او د دغه هېواد لومړي وزير په توګه يې د شهباز شريف ټاکل کېدل ارزښتمند بللي. رئيسالوزرا محمد حسن اخند په دې اړه پرون جمعه د (غويي په ۲مه) خپره کړې اعلاميه کې ...
Read More »زلينسکي: روسيه پر اوکراين سربېره پر نورو هېوادونو هم د بريد هڅه کې ده
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د روسيې بريد يوازې يو پیل دی او په خبره يې دغه هېواد په سيمه کې پر نورو هېوادونو هم د بريد فکر لري. زلينسکي پرون په خپله يوه وينا کې يو وار بيا ټينګار کړی، چې د روسيې د ...
Read More »بوريس جانسن پر دوه اړخيزه اړيکو د خبرو لپاره هند ته رسېدلی
د برېتانيې لومړی وزير بوريس جانسن نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) هند رسيدلی دی او دغلته به له هندي چارواکو سره د هند او برېتانيې د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي. نوموړی هند ته په رسېدو سره په يوه کلتوري جشن کې د ګډون په موخه په ګوجرات ايالت ...
Read More »روسيه: په ماريوپول کې اوکرايني ځواکونو ته د تسليمې لپاره مهلت ورکړل شوی
روېټرز خبري اژانس د روسيې دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې ځواکونو يې د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوکرايني ځواکونو ته يوه ورځ مهلت ورکړی څو له جګړې پرته وسلې پر ځمکه کېږدي. د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وسلهوالو ځواکونو يې د بشري ...
Read More »پوتين: د روسيې اقتصاد او د روبل ارزښت د ثبات په لور روان دي
د روسيې ټاس خبري اژانس د دې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په حواله راپور ورکړی، چې د نړيوالو بنديزونو د مقاومت په صورت کې د روسيې اقتصادي وضعيت د ثبات پر لور روان دی. پوتين ويلي، د روسيې اقتصاد او د دې هېواد پولي واحد «روبل» ارزښت ثبات پر اوکراين ...
Read More »روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه پيل کړي
اوکرايني چارواکو خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د دې هېواد په ختيځ کې پر دونباس سيمه بريدونه پيل کړي او د چارواکو په خبره په دې بريدونو کې درنې وسلې کاروي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي هم د دغه هېواد پر ختيځ د روسي ځواکونو بريدونه تائيد کړي او له ...
Read More »پاکستان کې د سرېلنکايي وګړي د وژلو له امله ۶ کسان پر اعدام محکوم شول
د پاکستان محکمې هغو لسګونه کسانو ته سزا اورولې چې د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې يې دين ته د سپکاوي په تور د پريانتا کمارا په نوم يو تن سرېلنکايي وګړی وژلی و. د محکمې د پرېکړې له مخې، په ياده قضيه کې د دخيلو ۸۸ کسانو له ډلې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس