Home » سیمه او نړی (page 68)

سیمه او نړی

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو په اړه جرمني د پولنډ غوښتنه تصويب کړه

جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوي پنځه عرادې میګ-۲۹ (MiG-29) ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي. د جرمني دفاع وزارت پرون ویلي، د دې کار هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوايي ځواک پیاوړي کول دي. ...

Read More »

شمالي کوریا وايي، خپل ”تر ټولو زورور” توغندی یې ازمویلی

شمالي کوریا وايي، داسې بین البراعظمي بالسټیک توغندی یې ازمویلی چې د جامدو سونتوکو په مرسته کار کوي، او تر اوسه ازمائل شویو توغندیو کې تر ټولو زورور دی. د دولتي رسنیو په رپوټونو کې د پنجشنبې ورځې دا ازموینه ستایل شوې او یوه ”معجزې ته ورته بریا ” بلل شوې. د شمالي ...

Read More »

ناروې یو شمېر روسي دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور له هېواده شړلي

ناروي هغه ۱۵ روسي دیپلوماتان شړلي چې د جاسوسۍ تور پرې لګېدلی و. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفلد ویلي، مسکو ته به اجازه ور نه کړي چې خپل سفارت د “پټو استخباراتي فعالیتونو” لپاره وکاروي. د ټاس په نامه د روسیې خبري اژانس ویلي، کرملین به دې ...

Read More »

امریکايي چارواکي: د اسنادو مشکوک بر بنډ کوونکی مو نیولی

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت او استخباراتو پټ اسنادو افشا کولو په تور د دې هېواد هوايي ځواک ملي ګارد یو ۲۱ کلن غړی نیول شوی دی. رپوټونو کې ویل شوي نیول شوی جک ټیېکشیرا د انلاین خواله – لوبو هغې ډلې مشر دی، چې دا اسناد یې افشا ...

Read More »

کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نه‌دی معلوم. ...

Read More »

بلوچستان کې په یو وسله برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

د بلوچستان د پولیسو چارواکي وایي، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) څلور پولیس د وسله والو یاغیانو سره په ډزو کې ووژل شول. تر دې پېښې څو ساعته مخکې د بلوچستان په مرکز کویټه کې په یوې بمي چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو. چارواکيو ...

Read More »

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سومالیا ته د سفر پر مهال پرون سه‌شنبه د دغه هېواد لپاره «پراخ» نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. سومالیا چې یو بې‌وزلی هېواد دی، له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د افراطي وسله‌والو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي. ګوتېرش دغه سفر ته د «پیوستون» ...

Read More »

اوکرایین کې د جګړې په اړه ډېر پټ امریکايي اسناد ډاګیز شوي

امریکايي او نور لوېدیځ کارپوهان د هغو لسګونو پټو اسنادو د ډاګیزونې د سرچینې د موندلو هڅه کوي چې پر انټرنېټ خپاره کړل شوي دي. په دغو اسنادو کې د اوکرایین د هوايي دفاع د سیستمونو په اړه جزییات هم دي. په دې اسنادو کې نخچې، تشریحي رسمونه او انځورونه ...

Read More »

له چاد څخه د آلمان سفیر شړل شوی

د چاد حکومت د آلمان سفیر کریستین ګوردون څخه جمعه د شپې وغوښتل چې په ۴۸ ساتونو کې دې له دغه هېواد څخه ووځي. د چاد حکومت «بې ادبه چلند» او د «ډيپلوماسي دودونو ته نه درناوی» د سفېر اېستلو لپاره د دلایلو په توګه مطرح کړي. د دغه ۱۷ ...

Read More »

ایران د ‘بې‌حجابه ښځو موندلو لپاره د څار کامرې نصبوي’

ایراني پولیسو ویلي، ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې د هغو ښځو د څارنې لپاره د څار کامرې لګول پیل کړي، چې په وینا یې حجاب نه لري. پولیس زیاتوي، هغه ښځې چې د بې‌حجابۍ له کبله معلومې شي، لومړی به د خپلو وېښتانو د نه پټولو له کبله یو ...

Read More »