د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړیوالو فشارونو سره سره بیا هم د دغه هېواد جنوبي برخه تېره شپه د وري۷مه د اسراییلو تر هوایي بریدونو لاندې وه.
د غزې روغتیا وزارت نن اعلان کړی چې د تېرې شپې په نښتو کې ۶۶ کسان وژل شوي دي.
نهه ورځې کېږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې ښار په یو لوی روغتون (شفا) برید کړی او اسراییل وایي چې په دې موده کې یې ۱۷۰ فلسطیني نظامیان وژلي او په سلګونو کسان یې نیولي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییلو لخوا په غزې تړانګه کې د اسراییلو په دغه بریدونو کې څه باندې ۳۲ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
پر غزې د اسراییلو دا بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۵مه حماس ډلې په ناخبرۍ سره د اسراییلو په جنوبي برخه برید وکړ او څه باندې یو زر ۲۰۰ کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ونیول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس