Home » سیمه او نړی (page 55)

سیمه او نړی

یونان پولو ته نیږدې د دوه بېړیو اوښتلو په پایله کې ۵ تنه مړه شوي

د یونان چارواکي وايي، د دوی پولې ته د ورتلونکو کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې مړه شوي دي. د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، چې دا پیښې پرون دوشنبه شوي او دوی ترې لسګونه کډوال ژغورلي دي. اسوشیتید پریس خبري ...

Read More »

عراقي حکومت ۳ کسان د خونړي موټربم برید په تړاو په دار ځړولي

د عراق حکومت درې کسان چې په ۲۰۱۶ کال بغداد کې د یوه خونړي موټربم برید په تړاو ګرم پېژندل شوي وو، په دار ځړولي. په دغه ځانمرګي موټربم برید کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپي شوي وو. دا په ۲۰۰۳ کال پر عراق د ...

Read More »

د عمران خان محاکمه کول؛ د تحریک انصاف مشر ته سزا په تړاو نن پرېکړه کېږي

ټاکل شوې، چې د پاکستان د اسلام اباد لوړه محکمه نن د پخواني لومړي وزیر عمران خان لخوا هغه ته د دولتي سوغاتونو قضیه کې د اورول شوې سزا د ځنډېدو غوښتنې په اړه پرېکړه وشي. د اسلام اباد د لوړې محکمې رییس ‘قاضي عامر فاروق’ په مشرۍ دوه کسیز ...

Read More »

د روسیې دفاع وزارت د مسکو پر فضا دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي. روسي چارواکیو ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی. د روسیې دفاع ...

Read More »

د لیبیا بهرنیو چارو وزیره له اسراییلي سیال سره تر کتنې وروسته له دندې لېرې کړل شوه

د لیبیا لومړي وزیر خپله د بهرنیو چارو وزیره نجلا منقوش تر هغې وروسته ګوښه کړې چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره یې د ‘غیر رسمي کتنې’ رپوټونه خپاره شول.‌ لیبیا کې د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه یکشنبه په یوه اعلامیه کې د اغلې منقوش ...

Read More »

د فرانسې په دولتي ښوونځيو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګول کیږي

د فرانسې پوهنې وزیر ویلي چې په دولتي ښوونځيو کې د عبایه یا حجاب پر اغوستلو بندیز لګوي. عبایه پراخې او اوږدې جامې دي چې مسلمانې ښځې یې اغوندي. د فرانسې پوهنې وزیر ګابرېیل اتال ویلي، دغه قاعده به د سپتمبر پر ۴مه د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره ...

Read More »

د ټرمپ ټاکنیز ټیم د زندان عکس له خپریدو وروسته ملیونونه ډالره را ټول کړي دي

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنیز ټیم وايي تر هغې وروسته چې پولیسو تېره پنجشنبه د جورجیا ایالت د مرکز اتلانتا په زندان کې د هغه عکس واخیست، څه باندې اووه میلیون ډالر یې راټول کړي دي. د دغو پيسو ډېره برخه د هغو ګیلاسونو یا پیالو، کمیسونو ...

Read More »

ډنمارک د قران کریم په سوځولو بندیز لګوي

د ډنمارک حکومت ویلي، پلان لري چې د قران د نسخو په سوځولو بندیز ولګوي. په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې ده. د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلي، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې ...

Read More »

جرمني کې سلګونه میله وسلې او زیاته اندازه مهمات نیول شوي

د جرمني چارواکي، د یوې ښي اړخي افراطي ډلې پر ضد د پلټنو په ترڅ کې په سلګونو میله وسلې او په زیات شمېر مهمات ترلاسه کړې دي. داسې ادعا کیږي، چې دغې ډلې غوښتل د جرمني حکومت نسکور کړي. د جرمني عدلې وزارت پرون وویل، چې تر اوسه درې ...

Read More »

ډونالډ ټرمپ بیا ځلې پخواني ټویټر اوسني ایکس شبکې ته راستون شو

ټرمپ تازه له دوه نیمو کلونو وروسته یو وار بیا ایکس شبکې ته چې پخوا ټوېتر نومېده راستون شوی. هغه په خپل اولني بیان کې د خپل عکس په خپرولو سره لیکلي: «د ټاکنو مداخلې، هېڅکله مه تسلیمیږه!» دا د ډونالډ ټرمپ لومړنی پوست دی، چې د ۲۰۲۱ کال د ...

Read More »