Home » سیمه او نړی » ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي

ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي

ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا(دوشنبه ۹ د زمري) د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم ترسره شي.

رسنیو د ایراني چارواکو له قوله ویلي چې د یادو مراسم لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي او ټاکل شوې چې دغې مراسمو کې د افغانستان په ګډون د نیږدې ۷۰ هیوادونو استازي ګډون وکړي.

بلخوا د ا.ا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ.

د راپورونو له‌مخې، په دې درې ورځني سفر کې به سیاسي مرستیال د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره په رسمي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.

همداراز به مرستیال د دې رسمي سفر په جریان کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسوولینو سره هم وګوري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...