Home » اقتصادی (page 14)

اقتصادی

محرابي: د نغدو مرستو بندېدل به د افغانۍ ثبات ته زیان ورسوي

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وايي د هغو نغدو پیسو لېږد چې د بشرپاله مرستو لپاره افغاستان ته ورکول کېږي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له نیمايي ځنډول شوي دي. نوموړی وايي، چې بشري مرستې د افغانۍ په ثبات کې مهم رول لري. هغه ویلي ...

Read More »

انوارالحق احدي: کابل ته د نغدو پيسو د نه رسېدو عواقب خطرناک دي

په سویس کې د افغانستان د پانګې په سر د نظارت د صندوق غړی انوارالحق احدي کابل ته د نغدو پیسو د نه رسېدو عواقب ډېر خطرناکه بولي. د سرپرست حکومت د افغانستان بانک که څه هم د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو د ...

Read More »

د تیلو د استخراج تړون له چینايي شرکت سره لاسلیک شو

د کانونو او پترولیم وزارت وايي،‌ د سي پي ای آی سي په نامه له یوه چینايي شرکت سره یې د آمو نفتي حوزې د تیلو استخراج تړون لاسلیک کړی دی. دغه تړون پرون پنجشنبه د جنورۍ په پنځمه افغانستان کې د چین سفیر او یو شمېر طالب چاوراکو په ...

Read More »

ځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید زیات شوی

 په هرات کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت د زعفرانو تولیدات دوه چنده شوي دي. د دې ریاست یوه چارواکي بشیر احمد احمدي وویل، چې اوسمهال هره میاشت له درې تر څلورو ټنو زعفران د خصوصي سکتور له لوري اسيايي، اروپايي او نورو ...

Read More »

ایلان ماسک خپلو منتقدینو ته غبرګون وښود

د ټویټر ټولنییزې رسنۍ مالک او اجرائیوي رئیس ایلان ماسک د خپلې پانګې ۲۰۰ بیلیونه ډالره له لاسه ورکولو وروسته په خپل تازه ټویټ کې وايي، چې ۱۲ میاشتې مخکې زه د کال ښاغلي کس وم. ایلان ماسک په دې ټویټ سره خپل منتقدین ځواب کړي دي. نوموړي څو ورځې ...

Read More »

د پاکستان حکومت د جنرال باجوه د شتمنيو په اړه څېړنې پيل کړې

د پاکستان اېتلافي حکومت د دې هېواد د پوځ د لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنيو او د هغې د ماليو د ورکړې په اړه څېړنې پيل کړې دي. د پاکستان حکومت دا ګام وروسته له هغې پورته کړی، چې پاکستاني خبريال احمد نوراني د فيکټ فوکس په ...

Read More »

متقي: نړيوال له افغانستان سره پر مرستو کولو مسوول دي او بشري مسايل دې سياسي نه کوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يک‌شنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي. متقي په دې ...

Read More »

ناروې له افغانستان سره ۲۲ ميليون ډالر مرسته اعلان کړه

د ناروې حکومت په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچې د مهارولو په موخه له افغانانو سره د ۲۲ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده. د ناروې حکومت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا مرسته په افغانستان کې د خواړو خونديتوب د زياتولو په موخه کوي ...

Read More »

روسيې ته له درېيو لسيزو ځنډ وروسته د افغاني انارو صادرات پيل شول

روسيې هېواد ته له ۳۰ کلن ځنډ وروسته يو وار بيا له افغانستان څخه د انارو د صادرولو لړۍ پیل شوه او د انارو لومړۍ جوپه دې هېواد ته روانه شوه. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه نن پنج‌شنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د ...

Read More »

عربي اماراتو له افغانستان سره د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي

د عرب متحده اماراتو چارواکي وايي، چې په وروستيو کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي. په روسيې کې د دې هېواد د سفارت سلاکار د او افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په غونډه کې د عربي ...

Read More »