Home » سیمه او نړی (page 98)

سیمه او نړی

پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره مذاکرات تائيد او د اوربند له تمديد يې هر کلی کړی

د پاکستان حکومت پرون جمعه د (غبرګولي په ۱۳مه) رسما تائيد کړه چې په کابل کې يې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي ډلې سره مذاکرات شوي او په دې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب پرون جمعه په اسلام‌اباد ...

Read More »

له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو په مخه پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۱مه) يو پاکستانی پلاوی چې په ترکيب کې يې قومي مشران هم شامل دي، د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته راشي. د دې پنځوس کسيز پلاوي مشري د پاکستان پخوانی سناتور ملا صالح شاه کوي او په ...

Read More »

اروپايي ټولنه پر روسي نفتو د بنديزونو پر لګولو سلا شوې

د اروپايي ټولنې استازي دوشنبه د شپې د (غبرګولي په ۹مه) پر دې سلا شوي، چې له روسيې څخه د نفتو پر واردولو نوي بنديزونه وضعه کړي. د دې پرېکړې له مخې به، د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال تر پايه اورپا ته د روسيې پر ۹۰ سنله نفتي صادراتو بنديز ...

Read More »

کېف ته د امريکا سفير او ډيپلوماټان د سفارت پرانيستو په موخه رسيدلي

د اوکراين لپاره د امريکا سفيره او ډيپلوماټان پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۹مه) د نوموړي هېواد پلازمېنه کېف ته رسېدلي، څو دغلته د امريکا تړل شوی سفارت بېرته فعال کړي. د اوکراين لپاره د امريکا سفيرې برجټ ای برېنک ويلي، چې د امريکا متحده ايالت په هر حالت ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته ځانمرګی بريد شوی

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) د پاکستاني پوځيانو پر يوه پوسته ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو د پېښې په تائيدولو سره ويلي، ځانمرګي بريدګر خپل موټرسايکل چې چاودېدونکي توکي يې په ...

Read More »

عمران خان د پاکستان حکومت ته د ټاکنو اعلانولو لپاره ۶ ورځنی مهلت ورکړ

په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند اعتراض او پرلت له پرون راهيسې دوام لري، په ترڅ کې يې عمران خان اعلان کړی چې حکومت د ټاکنو نېټې د اعلانولو په موخه ...

Read More »

اسلام‌اباد کې پوځ ته د امنيتي مسووليت په سپارل کېدو سره بېړنی حالت اعلان شوی

وروسته له هغې چې د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پلويان د يوه اعتراضيه حرکت په ترڅ کې اسلام‌اباد ته ورسېدل، ورسره سم په دې ښار کې د ټولو دولتي ادارو او مهمو ځايونو مسووليت د پاکستان پوځ ته سپارل شوی دی. د راپورونو له مخې، اسلام‌اباد ته په ...

Read More »

د امريکا په ټکزاس کې پر ښوونځي د بريد له امله ۲۳ تنه وژل شوي

د امريکا په تکزاس ايالت کې يوه کس چې وسله يې په لاس کې وه، د ماشومانو ښوونځي ته ننوتی او پر زده‌کوونکو يې ډزې کې دي. چارواکو ويلي، پېښه پرون سې‌شنبه هغه وخت رامنځته چې ياد کس د ښوونځي وړکتون ته ور ننووت او پر ماشومانو يې ډزې پيل ...

Read More »

عمران خان: نن به له خپلو پلويانو سره د اسلام‌اباد زړه ته رسېږم

د پاکستان مخکينی لومړی وزير عمران خان وايي، اسلام‌اباد ته د حکومت خلاف د اعتراضيه حرکت پيلولو لپاره ټول چمتووالی نيول شوی او نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۳مه) به د اسلام‌اباد پر لور حرکت کوي. نوموړي پرون سې‌شنبه ناوخته په پېښور کې خبريالانو ته ويلي، چې نن چهارشنبه به ...

Read More »

شهباز شريف: عمران خان غواړي پاکستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي

وروسته له هغې چې د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان د مسليم‌ ليګ‌ن ګوند په مشرۍ د اېتلافي حکومت خلاف اسلام‌اباد ته پر اعتراض د تګ اعلان وکړ، ورسره سم د نوموړي خلاف د پاکستان حکومتي چارواکو غبرګونونه راپورته شوي. د نوموړي دې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان ...

Read More »