Home » سیمه او نړی (page 93)

سیمه او نړی

سرېلانکا د کرکټ اسيا جام سياليو اتلولي خپله وګټله

پرون ماښام د (وږي په ۲۱مه) د کرکټ اسيا جام سياليو پايلونه ترسره شوه او د پايلوبې په دې لوبه کې، د پاکستان او سرېلانکا لوبډلې سره مخ شوې. سرېلانکايۍ لوبډلې د لوبې لومړۍ پاڼۍ په توب وهنې سره پيل کړه او د ټاکلو شلو اوورونو په لوبولو سره يې ...

Read More »

چارلس درېيم: برېتانيا ته د خدمت لپاره به الېزابت لار دوام ولري

د بريتانيا نوي پاچاه چارلس درېيم چې د خپلې مور ملکې الېزابت له مړينې وروسته پاچاه ټاکل شوی، پرون له بکېنګهم ماڼۍ څخه خپل ملت ته لومړنۍ وينا وکړه. نوموړي د خپلې وينا په پيل کې ملکې الېزات ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او له هغې وروسته يې وويل، ...

Read More »

زلينسکي: په ختيځ خارکيف له روسي ځواکونو ځيني سيمې چاڼ شوي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې سره د جګړې په ترڅ کې تازه ادعا کړې، چې د اوکراين په ختيځ خارکيف ښار کې له ځينو سيمو روسي ځواکونه په شا تمبول شوي او په دې توګه له يادو ځواکونو نوموړې سيمې چاڼ شوي دي. زليسنکي بېګاه شپه په دې ...

Read More »

ملګرو ملتونو د زاپورېژيا اټومي بټۍ د خونديتوب لپاره د خوندي زون رامنځته کولو وړانديز کړی

د ملګرو ملتونو يوه څارونکي پلاوي، چې تېره اوونۍ په اوکراين کې د اروپا تر ټولو سترې اټومي بټۍ د وضعيت ارزونې په موخه يادې بټۍ ته ورغلی وړانديز کړی، چې زاپورېژيا اټومي بټۍ د خونديتوب په موخه دې ترڅېرمه سيمه د خوندي زون په توګه اعلان شي. دې پلاوي ...

Read More »

ملګرو ملتونو د سياسي استازوليو او کونسلي تاسيساتو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېواونو پرون سې‌شنبه د (وږي په ۱۵مه) په يوه ګډه اعلاميه کې د سياسي استازوليو او کونسلي دفترونو پر خونديتوب او امنيت ساتنه ټينګار کړی دی. دغه اعلاميه په کابل کې د روسيې پر سفارت د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو خپره شوې او ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

په شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد له امله د پاکستان د پوځ ۵تنه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو سرتېرو وژل کېدل تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې په ځوابي ...

Read More »

امريکا پر تايوان د پرمختللو وسلو د پلورلو هوډ کړی

پوليټيکو خبري اژانس د امريکا دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په پام کې لري پر تايوان خپلې پرمختللې وسلې وپلوري. په راپور کې د سرچينو له قوله زياته شوې، چې ولسمشر جوبايډن په دې اړه کانګريس ته وړانديز هم لېږلی او ترې غوښتي يې دي، چې ...

Read More »

پاکستان کې سيلابونو شاوخوا ۳۳ ميليونه کسان زيانمن کړي

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سيلابونو خلکو ته پراخ زيانونه اړولي دي. دې ادارې زياته کړې، چې د يادو سيلابونو له امله د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د استوګنې کورونه وېجاړ او زيات شمېر څاروي هم مړه کړي. د ...

Read More »

عمران خان نن د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضرېږي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي وايي، چې مخکينی لومړی وزير عمران خان به نن په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر شي. د دې ګوند غړي بابر عوان نن پنج‌شنبه د (وږي په ۳مه) ويلي، چې عمران خان به نن محکمې ته په هغه کېس کې حاضر ...

Read More »

اوکراين د خپلواکۍ له ورځې سره پر دې هېواد د روسيې د بريد ۶ مياشتې پوره شوې

د اوکراين خلکو نن چهارشنبه چې د اګسټ له ۲۴مې سره برابره ده، د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځله چې پرې د روسيې بريد دوام لري. ټيک په همدې ورځ روسيې پر اوکراين بريد وکړ، هغه چې روسيه يې ځانګړي عمليات بولي او له دې ...

Read More »