Home » سیمه او نړی (page 71)

سیمه او نړی

د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب لپاره هواره کړه

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو. د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه. تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې ...

Read More »

پاکستان کې په دوو پیښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عکس - آرشیف

 د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پولیسو سیمه‌ییز مشر اشفاق خان ویلي، چې څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره ...

Read More »

په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي

د ايټاليا حکومت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۵۵۷۳ کډوال د دغه هېواد جنوبي ساحلونو ته رسېدلي دي. د شمېرو له مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره کډوال راجستر شوي چې د تېر کال په پرتله کابو څلور چنده دي. د مدیترانې لارې ...

Read More »

پاکستان د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي. د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د کوسټا ریکا، ...

Read More »

د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال د اسماعيليانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لیزبون کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی. پولیسو ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده ...

Read More »

امریکا کې یوې نجلۍ ۶ زده کوونکي په ډزو وژلي دي

د امریکا د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ د ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و. پولیسو ویلي چې مشکوکه برید کوونکې یې ویشتلې او وژلې ده. راپورونه وايي ۲۸ کلنه بریدګره د ...

Read More »

جرمني اوکراین ته پرمختللي “لیوپارډ ۲” ټانکونه ور استولي

د جرمني دفاع وزارت وايي اوکرایین ته یې د ‘لیوپارډ ۲’ ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده. دا ۱۸ پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکرایینۍ عمله وروزل شوه. د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه ...

Read More »

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې تر ۱۰ میلیاردو ډالرو واوښتي

د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې د دې هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲۸۰ ملیونه ډالرو زیاتیدو سره، د ۱۰ ملیاردو ډالرو څخه اوښتي دي. په همدې حال کې د پاکستان د مالیې وزارت چارواکیو ویلي، چین پاکستان ته دخوندي پور د دوو ملیادو ډالرو د بېرته ستنولو موده ...

Read More »

د امریکا په میسیسیپي ایالت کې توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي

د امریکا سویلي برخې د جمعې په شپه زورور توپان او بړبوکۍ لړزولې دي، چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د توپان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښودلې ...

Read More »

روسیه په بېلاروس کې اټومي وسلې ځای پر ځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي،‌ هېواد به یې بېلاروس کې خپلې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي. د روسیې دولتي رسنیو په وینا ښاغلي پوتین دا ګام د امریکا لخوا اروپا کې د خپلو وسلو ځای پر ځای کېدو سره پرتله کړی او ویلي یې دي‌ چې دا ...

Read More »