Home » سیمه او نړی (page 63)

سیمه او نړی

پوتين د واګنر ملېشو مشر سره لیدلي

کريملین تایید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین او د دې ډلې له قومندانانو سره کتلي. د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین سره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د لیدنې خبر لومړی وار فرانسوۍ ورځپاڼې لیبراسیون ورکړی ...

Read More »

ترکیې ناټو سازمان کې د سوېډن یو ځای کېدو سره هوکړه کړې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ناټو په سازمان کې د سویډن یو ځای کېدو سره موافقه وښوده. اردوغان ومنله چې د سویډن د یو ځای کېدو مسوده به د هیواد پارلمان ته واستوي او هیله یې وښوده چې هلته به یې په منظوریدو کې همکاري وکړي. د ...

Read More »

شوکت میرضیایف د درېم ځل لپاره د ازبکستان ولسمشر شو

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې شوکت میرضیایف د ۸۷.۰۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د اوزبکستان ولسمشر وټاکل شو. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور نوماندانو یو له بل سره سیالي کوله. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي ...

Read More »

هند کې سیلابونو ۲۹ تنه مړه کړي دي

د هند په شمال کې له پرله‌پسې څو ورځني موسمي باران وروسته سېلابونو لږترلږه ۲۹ کسان مړه کړي دي. د فرانسې خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې هیماچل پردېش ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی او دغلته سېلابونو پلونه او سړکونه ویجاړ کړي دي. تر دې ایالت وروسته ...

Read More »

کډوالي؛ اسپانیا کناري ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ ورکه شوې

اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي‌، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.‌ د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.‌ د ...

Read More »

بایډن له اردوغان سره په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي. ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی. د ترکیې ...

Read More »

ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی

ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو. دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي. خو کرېملېن ویلي ...

Read More »

سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه

د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بي‌بي‌سي فعالیت لغوه کړی دی. د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې. بي‌بي‌سي‌ په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی ...

Read More »

ازبکستان کې ټاکنې؛ واکمن ولسمشر د درېیم ځل واک ترلاسه کولو په لټه کې دی

د ازبکستان حکومت د پرېکړې پر اساس د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې نن پیل شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور کسان یو له بل سره سیالي کوي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ ...

Read More »

سوډان کې هوايي بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي دي

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. عیني‌ شاهدانو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.‌ دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي‌ خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د ‘ام درمان’ ښار ...

Read More »