Home » سیمه او نړی (page 57)

سیمه او نړی

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو له پیل څو ساعته مخکې کوربه هېواد کې د ډزو خونړۍ پېښه شوې

د نیوزلنډ د اکلنډ ښار په مرکزي برخه کې داسې حال کې د ډزو پېښه کې دوه کسان وژل شوي، چې څو ساعته وروسته دلته د ښځو فوټبال نړیوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي. پېښه د ښار په مرکزي سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې او د پولیسو په ګډون دې ...

Read More »

د سکاټلنډ یوه ساحل کې د ۵۵ نهنګانو یو ځايي‌ مړینه

د سکاټلنډ په یوه سمندرغاړه کې ۵۵ نهنګان مړه شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دومره شمېر نهنګانو د یو ځايي مړینې لومړنۍ پېښه ده. دا پېښه د سکاټلنډ په “لېويس” ټاپو کې شوې. چارواکو ویلي، ۵۵ پیلوټ نومي نهنګان د یکشنبې سهار په ...

Read More »

اوکراييني چارواکي: د واګنر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي

د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي. د اوکرایین سرحدي ګارد ‘ډي‌پي‌اېس‌یو’ ويلي د دې پر ارزونه بوخت دي چې مالومه کړي د واګنر څومره وسله وال اوس بېلاروس کې دي او دا چې هلته چېرته ځای ...

Read More »

د ناټو په سرمشریزه کې د ناټو-اوکراین ګډه شورا جوړه شوه

د ناټو عمومي منشي د ناټو-اوکراین په نوم شورا د جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې دا ګام به دواړه لوري سره نږدې کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه د دغې سرمشریزې په پای کې وویل، له اوکراین سره ګډه شورا ناټو ته د دغه هېواد ...

Read More »

روسي ځواکونو پر کییف او نورو ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی

د اوکراین پوځ او سیمه ییز چارواکي وايي، په درېیمه پرله‌پسې ورځ هم روسیې د کییف په ګډون پر نور ښارونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه ته دوام ورکړی دی. د چارواکو په وینا، سره له دې چې هوايي دفاعي ځواکونه د دغو بریدونو په شنډولو توانېدلي، خو ...

Read More »

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ. دوی زیاته کړې، چې اجراییه بورډ موافقه وکړه چې دغه پیسې به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد د اقتصادي ثبات د پروګرام ملاتړ وشي. د ...

Read More »

پوتين د واګنر ملېشو مشر سره لیدلي

کريملین تایید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین او د دې ډلې له قومندانانو سره کتلي. د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین سره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د لیدنې خبر لومړی وار فرانسوۍ ورځپاڼې لیبراسیون ورکړی ...

Read More »

ترکیې ناټو سازمان کې د سوېډن یو ځای کېدو سره هوکړه کړې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ناټو په سازمان کې د سویډن یو ځای کېدو سره موافقه وښوده. اردوغان ومنله چې د سویډن د یو ځای کېدو مسوده به د هیواد پارلمان ته واستوي او هیله یې وښوده چې هلته به یې په منظوریدو کې همکاري وکړي. د ...

Read More »

شوکت میرضیایف د درېم ځل لپاره د ازبکستان ولسمشر شو

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې شوکت میرضیایف د ۸۷.۰۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د اوزبکستان ولسمشر وټاکل شو. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور نوماندانو یو له بل سره سیالي کوله. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي ...

Read More »

هند کې سیلابونو ۲۹ تنه مړه کړي دي

د هند په شمال کې له پرله‌پسې څو ورځني موسمي باران وروسته سېلابونو لږترلږه ۲۹ کسان مړه کړي دي. د فرانسې خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې هیماچل پردېش ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی او دغلته سېلابونو پلونه او سړکونه ویجاړ کړي دي. تر دې ایالت وروسته ...

Read More »